امريکايي قانون جوړوونکي: اتريش يوه روسي پلاوي ته د ويزو په ورکولو تېروتنه کړې

د اتريش بيرغ

دوو امریکایي قانون جوړونکو ویلي، اتریش یوه روسي پلاوي ته چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي، د ویزو په ورکړه " تېروتنه " کړې ده.

دغو قانون جوړونکو ویلي، دغه روسان چې اتریش ویزې ورکړي، پر اوکراین د حملې له کبله د اروپایي ټولنې تر بندیزونو لاندې دي.

اتریش مخکې اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۲۳مه او ۲۴مه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په غونډه کې اتلسو روسانو د ګډون لپاره د سفر اسناد ورکوي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ ویلي، هېواد یې د ډيپلوماتیک پروتوکول له مخې موظف دی چې د سازمان غړو هېوادونو ته غونډه کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د شالنبرګ دغه اقدام د ځینو نورو هېوادونو غوسه هم پارولې ده.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دغه غونډه پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل د یو کلنۍ په مناسبت جوړیږي.