د طالبانو حکومت له يو شمېر سوداګريزو شرکتونو سره هوکړه لاسليک کړې

د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت د څو روسي، ایراني او پاکستاني کمپنيو په ګډون د سوداګریزو شرکتونو یو کنسرسیوم جوړ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پرون چهارشنبه رویټرز اژانس ته ویلي، د شرکتونو ترمنځ د هوکړې سند په کابل کې لاسلیک شوی دی.

د عزیزي په خبره د دغې هوکړې ارزښت شاوخوا یو ملیارد ډالره دی او په خبره یې ۱۴ افغان سوداګر په دغه کنسرسیوم کې شامل دي.

پخوا تر دې د کانونو په برخه کې له چین سره هم ځینې هوکړې شوې وې، خو په نوي جوړ شوي کنسرسیوم کې د چین نوم نه‌دی یاد شوی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد زیانمن شوی او د یوه منظم بانکي سیستم نشتوالي دغه ستونزې لا ډېرې کړي دي.