احدي: سويس کې د افغانستان امانت صندوق پنځوس مليونه ډالره ګټه کړې

ډاکټر انورالحق احدي

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی وایي، د دغه صندوق د جوړېدو له پيله د افغانستان شتمني شاوخوا پنځوس ملیونه ډالره ګټه کړې ده.

انورالحق احدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د افغانستان د امانت صندوق له پيسو هیڅ ډول لګښت نه‌دی شوی.

نوموړي وويل: "دقیق ارقام راسره نه‌شته، خو اټکل کولای شم چې تر پنځوسو ملیونو ډالرو پورې ګټه به یې کړي وي. دغه ګټه هره ورځ زیاتیږي."

د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ درې نیم ملیارده ډالره د تېر کال په لړم یا عقرب میاشته کې په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته ولېږدول شول.

دغه اندازه پيسې او درې نیم ملیارده ډالره نوره شتمني د یوې دعوا له‌مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا کې کنګل شوه.

په نیویارک کې یوې محکمې تازه پرېکړه کړې چې پاتې درې نیم ملیارده ډالره به هم چې امریکا کې کنګل دي، د سپتمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.

اوس دغو کورنیو د استیناف غوښتنه کړې ده.