اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: د تورخم دروازه نن بېرته پرانيستل کېږي

د تورخم دروازه

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، د تورخم دروازه نن پنجشنبه بېرته پرانيستل کېږي.

دغه سفارت تېر ماښام په یوه ټویټ کې وویل، د تورخم لار د مسافرو، ترانزیت او سوداګرۍ په مخ پرانيستل کېږي.

دغه لاره درې ورځې د تګ راتګ په مخ تړلې وه او طالبانو یې لامل د پاکستان له‌خوا د ځینو ژمنو نه عملي کول یاد کړی و.

پاکستان پخوا ژمنه کړې وه چې عاجلو ناروغانو او پایوازانو ته به یې تورخم کې د یوه ځانګړي پروسېجر له لارې له ویزې پرته د تګ اجازه ورکوي، خو د راپورونو له‌مخې تېره یکشنبه د یوه ناروغ له نه پرېښودو وروسته لانجه شوې او طالبانو لاره بنده کړه.

د تېرې دوشنبې په ورځ په تورخم کې د طالبانو او پاکستان پوله ساتي ځواکونه سره ونښتل چې طالبانو جګړه تایید نه‌کړه، خو پاکستاني لوري وویل، د ډزو تبادله کې یې یو سرتېری ټپي شوی دی.