اروپايي ټولنه کې تېر کال يو مليون کسانو د نړيوال خونديتوب غوښتنه کړې

د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونه بيرغونه، ارشيف

د هغو شمېرو له‌مخې چې نن خپرې شوې، په اروپایي ټولنه کې تېر۲۰۲۲ کال نږدې یو ملیون کسانو د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه کړې ده.

د پناه اخیستو لپاره په دومره شمېر کې غوښتنې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د کډوالو د بحران راهیسې نه‌دي لیدل شوي.

د پناه غوښتونکو لپاره د اروپایي ټولنې ادارې وویل، تېر کال ۹۶۶ زره پناه غوښتونکو له ناروې، سویس او د اروپایي ټولنې له ۲۷ غړیو هېوادونو څخه د پناه اخیستو غوښتنې کړي چې دا د ۲۰۲۱ کال په پرتله په سلو کې پنځوس زیاتوالی ښیي.

په دې کې له څلور ملیونه زیات هغه اوکراینیان نه‌دي شامل چې اروپایي ټولنې په موقتي توګه منلي دي.

د سوریې له وګړو وروسته افغانان دویمه لویه برخه ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي، بشري او اقتصادي ستونزو له کبله یې د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته پناه ور وړې ده، شمېر یې تېر کال ۱۲۹ زره تنه ثبت شوی دی.