د جنوبي افریقا حکومت وايي، د دې هېواد د یوې محکمې د هغه حکم پر وړاندې به ودرېږي چې ۲۲ افغانانو ته یې د پناه غوښتونکو حیثیت ورکړی.
دا کسان په زمبابوې کې د یوې میاشتې له تېرولو وروسته جنوبي افریقا ته رسېدلي دي.
ویل کېږي دا افغان وګړي د لایفلاین بنسټ په نوم د امریکايۍ غیرحکومتي ټولنې په لارښوونه دې هېواد ته رسېدلي دي.
د جنوبي افریقا د کورنیوچارو وزیر آرون موڅوالیدي Aaron Motsoaledi فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې، د دې حکم پر وړاندې به اعتراض وکړي.
د هغه په وینا دا افغانان د پناه غوښتونکو په توګه د منلو وړ نهدي او د پناه غوښتنې په معمولو لارو جنوبي افریقا ته نهدي رسېدلي.
جنوبي افریقا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال هم د هغو ۱۲۶ تنه افغانانو له منلو ډډه وکړه چې په دوو الوتکو کې دې هېواد ته تللي وو.