د جمهوريپال ګوند يو شمېر غړو د اوکراين له ولسمشر سره ليدلي

اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

سره له‌دې چې د امریکا جمهوریپال ګوند یو شمېر غړو په راتلونکې کې له اوکراین سره د امریکا د مرستو د مخنیوي ژمنه کړې خو، په کانګرس کې د دې ګوند څو استازو پرون د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره وکتل.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېتې نوي ټاکل شوي رئیس د هغه کوچني پلاوي مشري کوله چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د یوه کال له پوره کېدو او د نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند تر اکثریت کېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره کییف ته د سفر پر مهال له ښاغلي زلنسکي سره وکتل.

د جمهوریپالو دا پلاوی یوه ورځ وروسته له هغه اوکراین ته ورسېد چې ولسمشر جوبایډن په کییف کې له اوکراین سره د امریکا پر مرستو ټینګار وکړ.