د کډوالو کمېشنري: د افغانستان په جنوب ختيځ کې ۲۰قابلې و روزل شوې

ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا (UNHCR) وايي، د افغانستان په جنوب ختیځ کې تېره اوونۍ ۲۰ قابله ګانې له یو میاشتني روزنیز پروګرام فارغې شوې.

د UNHCR د پروني ټویټ له‌مخې، دغه روزنیز پروګرام د دې لپاره ترتیب شوی و، چې په لیرې پرتو سیمو کې ښځو ته لومړني او خوندي روغتیايي خدمات برابر شي.

په وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او ویلي، د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی، خو تر اوسه یې سقوط نه‌دی کړی.

د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې په یوه ټویټ کې وویل، د بسپنه ورکوونکو او د ملګرو ملتونو د ملاتړ په مټ د دې هېواد روغتیایي سیستم دوام کړی دی.

د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک لا هم شکایت کوي، چې روغتیايي خدمات ورته نه شته او اکثره وخت مجبوره کېږي نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ شي.