زابل کې يو صراف په مرموز ډول وژل شوی دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

په زابل ولایت کې د فیض محمد په نوم یو صراف په شاه جوی ولسوالۍ کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

یوې ځايي سرچینې پرون سې‌شنبه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل د فیض محمد په نوم صراف چې په حاجي ظابط مشهور و، په مرموز ډول وژل شوی او جسد یې د اوبو په یوه څاه کې غورځول شوی و.

د سرچینې په وینا د هغه جسد پرون سې‌شنبه د ځایي خلکو له‌خوا وموندل شو.

تر اوسه د پېښې عاملین او انګېزه نه‌ده معلومه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.