طالبانو هلمند کې پر رسنيو تازه محدوديتونه لګولي

ارشيف

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا (نی) وايي، طالبانو په هلمند ولایت کې د رسنیو د تصویري برخې پر خبریالانو تازه محدودیتونه لګولي دي.

د دې دفتر مسوول ظریف کریمي، پرون سې‌شنبه ازادۍ راډیو ته وویل، د ویډیو او تصویرونو د برخې خبریالانو ته ویل شوي، چې د چارواکو عکسونه دې نه اخلي او د دوی په باب دې تصویري راپورونه، نه جوړوي.

نوموړی وايي: "له چې له بده مرغه پر رسنیو د محلي چارواکو دا ډول محدودیتونه او فشارونه ګورو، باوري کېږو چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې جدي خطرونه شته او که اقدام ونه شي، ممکن دا خطر نور هم جدي شي او کرار- کرار ټولو رسنیو ته یې لمن وغځيږي."

ښاغلي کریمي زیاته کړه، په هلمند کې خبریالانو ته ویل شوي، چې د عادي خلکو تصویري راپورونه دې هم نه جوړوي.

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي وو، چې د رسنیو ازادۍ او خبریالانو ته پر وخت د اطلاعاتو شریکولو ته ژمن دي.