د طالبانو حکومت ۲۷ نوې ولسوالۍ تاسیس کړي

د طالبانو په کنترول کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۷ نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکوي.

د طالبانو په کنترول کې د باختر اژانس د راپور له مخې په هغه مکتوب چې د کورنیو چارو وزارت ورلېږلی، دغه نوې ولسوالۍ په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوي دي.

ویل شوې چې دغه اقدام د هغو سیمو اوسېدونکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شوی چې لارې یې پېچلې دي.

د خبر له مخې د ریاست الوزرا ادارې کمېسیون د دغو نویو ولسوالیو جوړېدل منظور کړي او اړوندو مسوولانو ته یې دنده سپارلې چې څلورخواوې یې مشخصې او مرکزونه دې د همدې سیمو د اوسېدونکو په خوښه وټاکي.