د فوټسال غوره ليګ؛ نن د ظاهر اسد او صداقت لوبډلې لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دوام نن ماذدیګر څلور بجې د ظاهر اسد او صداقت لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دواړه لوبډلې په جدول کې شپږ امتیازه لري.

دویمه لوبه د سعادت نیمروزي او پیروزي پنجشېر لوبډلو ترمنځ پلان شوې ده.

د افغانستان له بېلابېلو زونونو څخه لسو ټیمونو په دغه لیګ کې ګډون کړی او هر هغه ټیم چې ښې نمرې واخلي، د لیګ اتلولي ګټلی شي.