د ازادي راډیو اوونیزه نیمه نړۍ خپرونه له زدهکړو څخه د ليرې پاتې کېدلو له وجې د مېرمنو رواني ستونزو ته ځانګړې شوې ده.
په پیل کې به واورئ چې، یو شمېر زدهکوونکې او محصلانې د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو بندېدلو له کومو روحي او رواني ستونزو سره مخ کړې دي؟
له دې ستونزو سره سره ځينو بیا په کورونو کې ځان ته د لیک لوست زمینه برابره کړې ده.
دا خپرونه چې فرشته مرسل يې جوړوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5