اروپايي ټولنه: افغانستان کې د نجونو ژوند خراب شوی

ارشيف

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند ډېر خراب شوی دی.

دوی تېره شپه په بروکسل کې د بهرنیو اړیکو شورا له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، د افغانستان ښځې په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښونځیو، پوهنتونونو او کارځایونو څخه حذفیږي او مجبوریږي چې کور کې کیني.

که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې ښځو ته یې د اسلامي اصولو له‌مخې حقونه ورکړي دي، خو پر دوی د نړیوالو له‌خوا نیوکه کېږي چې د ښځو لومړني حقونه یې نقض کړي دي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د نجونو منځنۍ او لېسې ښونځي بند دي او تېره دسمبر میاشت کې د نجونو پوهنتونونه هم بند اعلان شول.

طالبانو په دې وروستیو کې ښځې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو هم منعه کړې.