رسنۍ: د ايران او چين ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل کې د چين سفارت

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې، د افغانستان لپاره د ایران او چین ځانګړو استازوپه کابل کې په خپله کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ټویټر په حواله خبر ورکړی چې، نوموړي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یو ژیاو یونګ سره په په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره د دواړو هېوادونو د همکارۍ په اړه خبرې کړي.

ښاغلی قمي په کابل کې د ایران سرپرست سفیر هم دی.

ایران او چین د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکي پالي خو له دې سره سره دې دوو هېوادونو د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.