د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونېسف په هېرو شویو کړکېچونو کې له زیانګالو ماشومانو سره د مرستې او د قحطۍ د مخنیوي لپاره د ۲۵۰ میلیون ډالرو بېسارې مرستې غوښتنه کړې.
دا مرسته د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو لپاره په پام کې نیول شوې.
له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و، چې په سلو کې ۷۴ افغانان مناسب استوګنځای نهلري.
اوچا همدا راز ویلي و، چې له دې کورنیو سره د مرستې لپاره دېرش میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانانو ۵۶ سلنه کورنۍ په هغو ودانیو کې چې نیمه ویجاړې دي او ۱۸ سلنه په کنډوالو کې اوسېږي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو په بشري مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی او د سږني سخت ژمي په ګډون طبیعي پېښو په دې هېواد کې بشري بحران پراخ کړی دی.