جو بايډن اوکراين ته د نويو پوځي تجهيزاتو د ورکولو ژمنه وکړه

د امريکا ولسمشر جو بايډن او د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د امریکا ولسمشر جو بایډن په کیف کې له پنځه ساعته تېرولو او له ولسمشر زلنسکي سره تر لیدنې وروسته له اوکراین ووت.

بایډن پر اوکراین د روسیې د برید د کلیزې په مناسبت له اوکراین څخه لیدنه وکړه او له کیف سره یې د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړ.

پر اوکراین د روسیې ناموجه برید د نړۍ امنیت ټکنی کړی دی.

جوبایډن له خپل اوکرایني سیال سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې اوکراین ته به د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نور پوځي تجهیزات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه یو نوی برید پلان کړی او د امریکا متحدین هڅه کوي چې د مسکو پر وړاندې متحده جبهه جوړه کړي.