د ايران په تهران کې نوې مظاهرې شوي

ايران کې مظاهرې

دا مظاهرې څو میاشتې وړاندې د ارشاد د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو پر ضد د اعتراضونو دوام دی.

د تهران په جنت اباد سیمه کې مظاهره‌چیانو نن د هغه څه پر ضد مظاهره وکړه چې دوی یې په فردي ازادیو کې د حکومت لاس‌وهنه بولي.

دوی د خپلو کورونو له بامونو او برنډو د ازادۍ په پلوۍ او د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

د ښار په یو شمېر سیمو کې چې د وروستیو لاریونونو اصلي سیمې وې، د امنیتي ځواکونو حضور زیات شوی او د یو شمېر کسانو د نیول کېدو راپورونه هم شته.

د یاسوج، رشت او بندر عباس په ښارونو کې هم د ورته اقداماتو خبر ورکړل شوی دی.