د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې پرون وویل چې له ایران سره د دغه هېواد د اټومي فعالیتونو په اړه خبرې کوي.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې بلومبرګ نیوز شبکې راپور ورکړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د یورانیمو چې خالصوالی یې ۸۴ فیصدو ته رسېږي، غني کول کشف کړي دي.
دا هغه فیصدي ده چې د وسلو جوړولو لپاره کارول کېدای شي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ټویټر کې لیکلي، دغه اداره په ایران کې د یورانیمو د غني کولو د حد په اړه د رسنیو پر وروستیو راپورونو خبره ده.
د دې ادارې په وینا په دې اړه له ایران سره خبرې کوي او بیا وروسته د اړتیا په صورت کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مدیره هیئت سره خپل اطلاعات شریکوي.
ایران د ۲۰۲۱م کال له اپرېل میاشتې راهیسې د ۶۰ فیصده یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړی او درې میاشتې یې په خپله دویمه اټومي ساحه فوردو کې هم د یورانیمو غني کول چې غلظت یې همدومره حد ته رسېږي پیل کړل، د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د یورانیمو خالصوالی باید شا و خوا ۹۰ فیصده وي.