طالبان د ناټو ځواکونو پخوانۍ اډې په سوداګريزو مرکزونو بدلوي

د بګرام پوځي اډه

د طالبانو حکومت په پام کې لري چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانۍ پوځي اډې په سوداګريزو مرکزونو بدل کړي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر نن یکشنبه په یوه بیان کې وویل، دا پرېکړه د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده.

په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي. په همدې موخه دې له یادو اډو څخه یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیل شي."

طالبانو نه دي ویلي چې دقیقاً کله به دا کار پیل کړي.

دوی د دې پروژو د لګښت او تمویل په اړه هم څه نه دي ویلي.

ناټو په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې په افغانستان کې پوځي‌ مرکزونه لرل چې مشهور یې د «بګرام پوځي اډه» وه چې تر ډېره په کې امریکايي ځواکونه مېشت وو.

په بلخ کې بیا د جرمني ځواکونه دېره وو.

بهرنیو ځواکونو په هلمند، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم مرکزونه درلودل.