د افریقایي هېواد ګانا د فوټبال مشهور ستوری کریسټین اټسو هم د ترکیې په مرګونې زلزلې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اټسو د فبرورۍ شپږمې نېټې راهیسې چې زلزله رامنځته شوه ورک و.
د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۸مه نېټه په ترکیه کې د نوموړي د فوټبال کلب «هاتای سپور» تایید کړه چې هغه د خپل ړنګ شوي کور تر خاورو خځلو لاندې مړ وموندل شو.
دغه ۳۱ کلن لوبغاړي پر ګانا هېواد سربېره د انګلستان په غوره لیګ کې د ایورټون، چیلسي او نیوکاسل مشهورو کلبونو ته هم لوبې کړې وې.
هغه د ترکیې په انتاکیا ښار کې اوسېده، چې وروستۍ زلزلې ډېر زیانمن کړ.
همدارنګه د هغه اجنټ نانا سیچیر، د شنبې په ورځ په ټویټر کې دا خبر تایید کړ او لیکلي یې دي: "په ډېرې خواشینۍ سره اعلان کوم چې د کریسټین اټسو مړی نن سهار وموندل شو."
وروستي رپوټونه وایي چې د ترکیې په سویل او شمالي سوریه کې د زلزلې او ورښتونو له امله تر څلوېښت زره زیات کسان وژل شوي دي.
هغه ګانا ته ۶۵ لوبې وکړې او په ۲۰۱۵ کال کې د نوموړي تر غوره لوبو وروسته یاد هېواد د افریقا د ملتونو جام پایلوبې ته ووت، خو په پایلوبه کې یې له عاج ساحل څخه په پینالټي شوټونو کې ماتې وخوړه.
اټسو بیا د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
کریسټین اټسو د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ په ۱۰مه نېټه په ګانا هېواد کې زېږېدلی و او د روان کال د فبرورۍ په ۶مه نېټه د ترکیې تر زلزلې وروسته ورک او نن یې مړی وموندل شو.
د ویلو ده چې هغه واده کړی و او دوه زامن او یوه لور ترې پاتې شول.