د کراچۍ د پولیسو پر مرکز برید کې ۴ کسان وژل شوي

د کراچۍ د پولیسو مرکزي دفتر له مخې یو انځور

د پاکستان پولیس وايي، لږ تر لږه دوه سرتېري او دوه افراطي وسله وال هغه وخت ووژل شول، چې وسله والو په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکزي دفتر برید وکړ.

د کراچۍ پولیس وايي، شپږ پولیس ټپیان شوي هم دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي منلی دی.

د حکومت یوه سلاکار مرتضی وهاب ویلي، چې پولیسو او ملیشه ځواکونو په ګډو عملیاتو سره د پولیسو دغه مرکز تصفیه کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا اله رسنیو ته ویلي، برید کوونکو لومړی پر دخولي دروازه چاودنه وکړه او بیا ودانۍ ته ننوتل، چې وسله واله نښته وشوه.