مسکو د اتریش څلورو ډیپلوماتانو ته له روسیې د وتلو امر کړی دی.
دا کار د اتریش په ځوابي اقدام کې کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې له ویانا څخه ۴ روسي ډیپلومات اخراج کړي وو.
د اتریش چارواکو روسي ډیپلوماتان په جاسوسۍ تورن کړي او صدراعظم کارل نیهامر پرون جمعه د خپل هېواد د فبرورۍ د دویمې نېټې د پرېکړې دفاع وکړه.
هغه ویلي، اتریش به په داسې حال کې چې له مېلمه پالنې یې ناوړه استفاده کېږي او جاسوسي په کې کېږي، لاس تر زنې لاندې نه کېني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د اتریش اقدام غیردوستانه او بې دلیله بللی و.