د پاکستان يو پوهنتون له ټولګي بهر د نجونو او هلکانو ترمنځ پر ناسته بنديز لګولی

پېښور پوهنتون

د پاکستان د شمال لوېدیځ په یوه پوهنتون کې د هلکانو او نجونو ترمنځ له ټولګیو بهر ګډه ناسته منع کړی ده.

په دیره اسماعیل خان کې د ګومل پوهنتون ویاند راجا عالم زیب د جرمني خبري اژانس ته نن ویلي، پر ګډو ناستو د امنیتي ستونزو له کبله بندیز لګول شوی دی، خو د هغه په خبره د هلکانو او نجونو ټولګي بېل شوی نه‌دي.

دا سیمه یو وخت د پاکستان طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

اوس دا پرېکړه داسې مهال شوې چې ویل کېږي یو ځل بیا په دې سیمه کې د سخت دریځو اسلام‌پالو ډلو اغېز زیات شوی دی.