طالب چارواکو ویلي چې، د تېر نظام د پارلمان د یوې ښځینه غړې مرسل نبيزاده د وژنې په تور یې د هغې یو ساتونکی نیولی دی.
د کابل پولیسو په یوه بیان کې نن جمعه ویلي، نیول شوي کس دوی ته اعتراف کړی چې مرسل نبيزاده یې وژلې.
د پېښې نور جزییات نهدي روښانه خو طالب چارواکو ویلي، له نیول شوي کس نه تحقیقات روان دي.
تېره جنوري میاشت کې د پارلمان پخوانۍ غړې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د یوه وسلهوال کس په ډزو سره وژل شوې وه.
په کابل کې د دې پخوانۍ وکیلې وژنې د پخوانیو چارواکو د خوندیتوب په اړه ګڼې اندېښنې رامنځته کړې وې.