'نی' د طلوع نيوز د خبريال يارمحمد مجروح د خوشې کېدو غوښتنه کړې

کندهار کې د طلوع نيوز خبريال محمد يار مجروح

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړکونکې ټولنې، (نی) له طالبانو وغوښتل چې چې په کندهار ولایت کې د طلوع نیوز خبریال یارمحمد مجروح خوشې کړي.

نی پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، که د مجروح په اړه کومه ادعا وي، د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمېسیون ته دې وړاندې شي.

د خبریالانو د ملاتړ دې ټولنې همداراز ویلي چې، د طالبانو له لوري د خبریالانو نیونې، ځورونې او کړونې د منلو نه‌دي او هیڅ توجیه نه‌لري.

په کندهار کې یو شمېر خبریالانو پرون ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو استخباراتو دوې ورځې وړاندې ښاغلی مجروح په دې ولایت کې احضار کړی و.

د دوی په وینا، تر اوسه پورې د دغه خبریال د نیول کېدو دلیل څرګند نه‌دی.

له بلې خوا ځینو کورنیو رسنیو پرون وویل، د افغانستان د پخواني حکومت د مهال د مشرانو جرګې غړی قیس وکیلي په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

همدا راز طالبانو په ننګرهار کې یو طنز لیکونکی حاجي دیدن هم نیولی دی.

طالبان چې عموماً د نيونو په اړه څه نه وايي، د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه يې کومه تبصره نه‌ده کړې.