د قزاقستان او اوکراين ولسمشرانو د دواړه هېوادونو ترمنځ پر دوستانه اړيکو ټينګار کړی

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د قزاقستان او اوکراین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په اړه ټیلفوني خبرې وکړې.

د قزاقستان د ولسمشر دفتر پرون (پنجشنبې) د دې ټیلفوني خبرو په اړه وویل، د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توقایف د اوکراین د وضعیت د حل په اړه د خپل هېواد دریځ د ملګروملتو د منشور پر اساس ډیپلوماتیک چاینل وباله.

د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له مهاله دا د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره د قزاقستان د ولسمشر درېیم ټیلفوني تماس دی.

قزاقستان پر اوکراین د روسیې د یرغل نه ملاتړ کړی او نه یې غندلی دی.