د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير اوکراين ته تللی

د اسرائيل او اوکراين د بهرنيو چارو وزيران

د اسرائیل د باندنیو چارو وزیر الي کوهن پرون (پنجشنبې) د اوکراین پلازمېنې کییف ته له رسېدو وروسته له خپل اوکرایني ساري دیمیترو کولیبا سره ولیدل.

دی لومړنی جګپوړی اسرائیلي چارواکی دی چې، پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته کییف ته ځي.

اسرائیل په روانه جګړه کې د اوکراین پوځي ملاتړ نه‌دی کړی او نه یې د روسي چارواکو پر ضد بندیزونه عملي کړي دي.

خو دې هېواد اوکراین ته د یوه صحرايي روغتون په شمول ځینې بشري مرستې استولي او دا ژمنه یې هم کړې چې اوکراین ته به د هوايي حملو د خبرداریو سیستم ولېږي.