د تاجکستان سترې محکمې پرون (پنجشنبې) وویل، په دغه هېواد کې د داعش د جلب و جذب بدنامه غړی پرویز سیدالرحمانوف په ۲۱ کاله بند محکوم شو.
د چارواکو په وینا ۳۵ کلن سیدالرحمانوف د تېر کال په سپټمبر کې د ترکیې له لوري تاجکستان ته وسپارل شو او د نوومبر په یوولسمه په یوه بهرني هېواد کې د جګړې لپاره د کسانو د ګومارلو او د یوې سختدریځې تروریستي ډلې د تنظیم په تور محکوم شو.
د تاجکستان سترې محکمې د نوموړي په اړه پرېکړه د تېر کال په نوومبر کې کړې وه، خو په دې باب یې څه نهدي ویلي چې ولې یې اوس دا پرېکړه اعلان کړه.