په کندهار کې د طالبانو د حکومت استخباراتو په دغه ولایت کې د طلوع نیوز خبریال محمد یار مجروح بندي کړی دی.
په کندهار کې ځايي خبریالانو ازادي رادیو ته ویلي چې، خبریال محمد یار مجروح دوه ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو ور غوښتی او بیا یې خوشې کړی نهدی.
تر اوسه د نوموړي د بندي کېدو دلیل نهدی څرګند.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.