د پاکستان حکومت سر له نن د پټرولو او ډيزلو بيې لوړې کړي

پاکستان کې د تېلو يو پمپ

د پاکستان حکومت سر له نن د فبروري ۱۶مې په دغه هېواد کې د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو بیې لوړې کړې دي.

له تازه اقدام سره د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۷۲ روپۍ، د ډیزلو ۲۸۰ او د خارو تېلو هغه ۲۰۲ روپۍ ته لوړه شوې ده.

د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۲ روپۍ، د ډیزلو ۱۷ روپۍ، د خاورو تېلو ۱۲ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۰ روپۍ لوړې شوي.

اسلام اباد د تېلو بیې پر داسې مهال لوړې کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۵مه یې اضافي بودیجه وړاندې کړه چې هدف یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له سپارښتنو سره سم، د ۱۷۰ میلیارده روپیو نوې مالیې لګول دي.

حکومت د دې ډول اقداماتو له لارې د ای اېم اېف د پورونو پروګرام د شرایطو د پوره کولو هڅه کوي.