د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ترکیې ته ویلي چې، د ناټو په دفاعي ایتلاف کې د شاملېدو لپاره د سویډن او فنلنډ د وړاندیزونو د تصویب وخت رارسېدلی دی.
سټولټنبرګ د ترکیې په جنوب ختیځ او د سوریې په ځینو برخو کې له یوې سختې زلزلې لس ورځې وروسته انقرې ته تللی دی.
سټولټنبرګ نن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره له خبرو وروسته وویل چې ناټو د اړتیا په وخت کې د ترکیې ترڅنګ ولاړه ده.
هغه د ناټو په سازمان کې د شاملېدو لپاره د اروپا د شمالي ګاونډیانو د غوښتنې په وړاندې د انقرې د مقاومت د مخنیوي په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.