د ملګرو ملتونو سازمان یو وار بیا ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځیو ته پرېښودل شي.
د ملګرو ملتونو جنوا څانګې په خپل ټوېټر د افغان نجونو د روبوټیک ټیم د کپټانې سمیه فاروفي خبرې خپرې کړي چې په نړیوالو غږ کوي افغان نجونې هېرې نهکړي.
نوموړې ويلي: "د افغان نجونو لپاره شرایط خورا خرابه دي. هغوی ښوونځیو او پوهنتونو ته نه پرېښودل کېږي. له خپلو اساسي بشري حقونو محرومې دي. له نړیوالو مشرانو او خلکو غواړم چې افغانستان څخه ملاتړ وکړئ او ړافغان نجونې شاته مه پرېږدئ ځکه موږ هم د دې ټولنې او نړۍ برخه یو."
سمیه فاروقي په نړۍ کې له ښوونځیو د سلګونه میلیونو محرومو هلکانو او نجونو د ملاتړ په هدف یوې غونډې کې نن غږېدلې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو لهمخې په ټوله نړۍ کې ۲۲۲ میلیونه نجونې او هلکان له تعلیمه محرومه دي.