منيزه کاکړ: د پاکستان له زندانونو له ۱۷۰ زيات افغانان بېرته افغانستان ته واستول شول

د پاکستان يو زندان

د پاکستان په سند ایالت کې د بندي افغان کډوالو یوه مدافعه وکیله وایي، د کراچې او حیدر اباد له زندانونو له ۱۷۰ زیات افغان کډوال پرون چهارشنبې بېرته افغانستان ته واستول شول.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې او د دغو افغانانو مدافع وکیلې منیزه کاکړ ازادي راډیوته وویل: "په کراچۍ کې بندي افغانان چې تعداد یې شاوخوا زر تنه دی، د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۷۰ زیات یې پرون بېرته افغانستان ته ولېږل شول. په خوشې شویو کې د پري ګل بي بي په نوم هغه مېرمنه هم شامله وه چې مېړه یې عبدالخلیل د ډسمبر په لسمه د ناروغۍ له کبله په دې زندان کې مړ شوی و."

منیزه کاکړ زیاته کړه چې، د کراچۍ په ګډون د سند ایالت په نورو برخو کې د افغانانو د نیولو لړۍ تر اوسه روانه ده.

په کراچۍ کې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي جنرال قونسل سید عبدالجبار د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، دغه افغانان په پنځو بسونو کې د چمن ـ سپین بولدک له لارې افغانستان ته واستول شول.

هغه زیاته کړه، هڅې روانې دي چې د دې ایالت په زندانونو کې ټول افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.