ترکيه کې زلزله؛ ۹ ورځې وروسته دوه مېرمنې له خاورو ژوندۍ را ايستل شوي

ترکيه کې ژغورونکې ډله

د ترکیې په زلزله ځپلي قهرمان مرش ښار کې پرون هم ژغورونکو له ۹ ورځې ځنډ وروسته دوه مېرمنې له خاورو ژوندۍ را ایستلي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا ژغورل شوې یوه مېرمن ۷۴ او بله یوه ۴۶ کاله عمر لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرۍ اوونۍ د دوشنبې ورځې له مرګونې زلزلې ورسته اوس تر خاورو لاندې د بندو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هیلې مړاوي شوي او ټول تمرکز د ژغورل شویو او زیانمنو شویو په مرسته او لاس‌نیوي دی.

تر پرون ماښامه پورې د ترکیې او سوریې په زلزله کې د مړو شویو شمېر د رویټرز په وینا له یو څلوېښت زرو واوښت او میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړ دي.

د ترکیې حکومت په زلزله‌ځپلو سیمو کې له خلکو غوښتي چې که کورونه یې جوړ پاتې وي، بېرته دې ورستانه شي.