د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې نن شل اوريزه لوبه کوي

افغان کرېکټ ملي لوبډله

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه د دریو شل اوریزو سیالیو لومړنۍ لوبه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پرون چهارشنبه دغې لوبلړۍ ته د راشد خان په لوبډل مشرۍ اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان او اماراتو لوبډلې به خپله دویمه او درېیمه لوبه د شنبې او یکشنبې په ورځو، د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه نېټه وکړي.

د کریک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له‌مخې د افغانستان او اماراتو د کرېکټ لوبډلو له ۲۰۱۶ کال راهیسې پنځه شل اوریزې لوبې کړي چې څلور یې افغانستان ګټلې دي.