د طالبانو يو چارواکی: راتلونکي پسرلي کې به د نجونو زده‌کړه او تحصيل بېرته پيل شي

ارشيف

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ویلي، په راتلونکي پسرلي او د نوي تعلیمي کال په پيل سره به د نجونو تعلیم او تحصیل بېرته پیل شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسوول عبدالحق حماد امریکا غږ ته ویلي، د دغه هدف لپاره د جوړو شویو کمېټو چارې ګړندۍ شوي دي.

د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو که څه هم تر اوسه په دې اړه ښکاره څه نه‌دي ویلي، خو د پوهنې یو شمېر فعالان وایي، له پسرلي وروسته د نجونو د زده‌کړو بندیز ته پلمه نه پاتې کېږي.

تېر کال پسرلي کې هم طالب ویاندویانو د نجونو د ښونځیو د پرانيستو خبره کړې وه، خو د تعلیمي کال له پيل سره د نجونو ښونځي خلاص نه‌شول.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او تېره دسمبر میاشت کې یې د نجونو پوهنتونونه هم تر دویم اعلان پورې بند اعلان کړل.