په ترکیه کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، له زلزلې د زیانمنو شویو افغانانو د لاسنیوي لپاره یې د معلوماتو انلاین ډېټابیس جوړ کړی دی.
په انقره کې افغان کونسل پسرلی حکیمي وایي، مرستو ته اړ کسان په دغه ډېټابیس کې نوملیکنه کولای شي او سربېره پر دې د دوی د سفارت له شمېرو سره اړیکه هم نیولی شي.
نوموړي وويل: "اوس الحمدالله د کومکونو په برخه کې کومه ستونزه نهشته، افغانان تر پوښښ لاندې راغلي دي، هغه افغانان چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او تر اوسه یې هم مرسته نهده ترلاسه کړې، زموږ له شمېرو سره دې چې فېسبوک پاڼه کې پر لیکه دي، اړیکه ونیسي."
ښاغلي حکیمي د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دوی سره تر همدې ورځې زلزله کې د ۱۱۹ افغانانو مړینه تثبیت شوې ده.
هغه وویل، دا شمېرې وروستۍ نهدي او په خبره یې د ټپيانو او زیانمنو شویو کره شمېر لا معلوم نهدی.
په ترکیه او سوریه کې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ریښتیر په کچه ۷ اعشاریه اته درجې زلزله وشوه چې لسګونه زره کسان یې مړه او ټپيان کړل.