امريکا اوکراين ته د مهماتو د برابرولو لپاره له دوه کمپنيو سره قرارداد کړی

اوکراين سره د امريکا پوځي مرسته، ارشيف

د امریکا پوځ اعلان کړی چې اوکراین ته د توپچي مهماتو د برابرولو لپاره یې له دوو کمپنو سره د ۵۲۲ میلیون ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړی دی.

د دې تړون خبر داسې مهال ورکول کېږي چې ویل کېدل د اوکراین د پوځ د توپچي مهماتو زېرمې په چټکۍ سره د تشېدو په حال کې دي.

د امریکا پوځي بيګا په یوه بیان کې وویل چې اوکراین ته د نویو مهماتو لېږد به په مارچ میاشت کې پیل شي.

د دې مهماتو د تولید تمویل به د امریکا په دفاع وزارت یا پنټاګون کې د اوکراین د امنیتي مرستو د نوښت برخه کوي.