بادغيس کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بادغيس ولايت موقعيت

په بادغیس ولایت کې د یوې چاودنې په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د بادغیس د والي د ویاند احمد جان حنظله له قوله لیکي چې نوموړی وايي پېښه پرون په آبکمري ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې ماشومانو له پخوانیو جګړو څخه له یوه پاتې لاسي بم سره لوبې کولې.

په افغانستان کې له پخوانیو جګړو پاتې ناچاودي مهمات اکثرا ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

د ملګروملتونو د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې نژدې ۱۲۰ زره کسان په جګړو کې وژل شوي دي، خو دا هغه شمېرې دي چې ملګروملتونو یې ثبتول د ۲۰۰۸ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې پیل کړې دي.