ملګرو ملتونو تونس کې د فشارونو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

د تونس هېواد بيرغ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر، په تونس کې د فشارونو پر زیاتېدو سخته اندېښنه وښوده.

په تونس کې پولیسو د اپوزیسیون یو مخکښ سیاستوال او د یوې غیردولتي راډیو مشر نیولی دی.

د عدلیې پخوانی وزیر نورالدین البحیري او د موزاییک FM راډیو مشر نورالدین بوطار د دوشنبې ناوخته نیول شوي، چې دا د فعالانو د نیول کېدو وروستي موارد دي.

په تونس کې حکومت د فعالانو تر څنګ پخواني مدافع وکیلان، مخکښ سوداګر او نورې بانفوذه څېرې نیولې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ولکر تُرک پرون سې‌شنبه په تونس کې د سیاسي مخالفانو او د مدني ټولنې د مخکښو څېرو په وړاندې پر فشارونو اندېښنه وښوده.

په تونس کې د دغو کسانو نیول داسې وخت زیات شوي، چې ولسمشر قیس سعید د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې د پارلمان په وړاندې د ډراماتیک اقدام په نتیجه کې خپل صلاحیتونه زیات کړل.

ملګري ملتونه وايي له شنبې راهیسې لږ تر لږه ۹ کسان نیول شوي، چې په هغوی کې مدني فعالان هم شامل دي.