د ترکیې په جنوبي ښار هتای کې پرون سېشنبه یوه ښځه له یوې نړېدلې ودانۍ ۲۰۳ ساعته وروسته ژوندۍ وژغورل شوه.
د ترکیې رسنیو مخکې ژغورل شوی تن یو نارینه بللی و، خو وروسته دولتي راډیو ټلوېزیون (TRT) وویل، چې ژغورل شوی کس یوه ښځه ده.
د فبرورۍ د شپږمې د زورورې زلزلې په نتیجه کې چې د ترکیې او سوریې ځینې برخې یې ولړزولې د مړو شمېر تر ۳۵زرو اوښتی دی.
د ژغورنې او پلټنې ډلې لا هم په پاتې کسانو پسې چې تر ودانیو لاندې شوي، د لټون عملیات مخې ته وړي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د اووه اعشاریه اته درجې له کبله ۳۱زره شپږسوه درې څلوېښت کسان په ترکیه او ۳زره پنځه سوه یو اتیا کسان په سوریه کې مړه دي.