د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې سیند ته د تېلو د یوه ټانکر د اوښتو خبر ورکړل شوی دی.
د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، معزالدین احمدي پرون ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تېلو دغه ټانکر تېر مازیګر د واورې ښویېدو له کبله سیند ته لوېدلی دی.
د احمدي په خبره خلکو یو تن ژغورلی، خو د دوو نورو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نهشته.