په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ پر ویبپاڼو د بندیز د لرې کېدو غوښتنه شوې

د ازادي راډیو ویبپاڼه

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ پر ویبپاڼو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه کړې.

د خبریالانو د ملاتړ دې ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی بېګا په یوه بیان کې وویل چې طالبان باید په افغانستان کې پر خبري رسنیو سانسور لرې او د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو ویبپاڼو ته لاسرسی ازاد کړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال په وروستیو کې په افغانستان کې په منځنيو او ایف ایم څپو د ازادي او امریکا غږ راډيو ګانو خپرونې هم بندې کړې.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو عمومي مشر جیمي فلای د دې اقدام په غبرګون کې ویلي و، چې په افغانستان کې به له هرې ممکنې لارې د دې راډيو اورېدونکو ته پروګرامونه او معلومات وړاندې کړي.