په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو شمېر ۳۷ زرو څخه اوښتی دی.
رویټرز خبري اژانس ویلي چې د مرګ ژوبلې ډېر شمېر یعنې نږدې دوه دېرش زره تراوسه په ترکیه کې ثبت شوی.
د زلزلې یوه اونۍ ووته، خو لا هم د ژغورنې او پلټنې چارې پای ته نه دي رسېدلي او دې کار پر حکومتونو او ژغورونکو نیوکې زیاتې کړي دي.
پرون دوشنبه هم لږ تر لږه اته کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې ژوندي را ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیټس چې زلزله ځپلې سیمې یې له نږدې کتلي ویلي، د ژغورنې چارې پای ته په نږدې کېدو دي.