یو امریکایي پلاوی پاکستان ته ځي

د امریکا او پاکستان بیرغونه

ټاکل شوې همدا اونۍ یو امریکایي پلاوی پاکستان ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن او اسلام اباد هڅه کوي د مخکېني صدر اعظم عمران خان د واکمنۍ پر مهال سړې شوې اړیکې بېرته ورغوي.

رویټرز خبري اژانس وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار دیریک شالیت به د دغه پلاوي مشري کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پلاوی به د فبرروۍ له ۱۴مې تر اتلسمې بنګله دېش او ورپسې پاکستان ته ولاړ شي او هلته به له لوړپوړو حکومتي چارواکو، د مدني ټولنو له غړو او سوداګرو سره وګوري.