په نیمروز کې له ایرانه راستانه شویو افغان کډوالو سره نقدي مرسته شوې

ارشیف: له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنېدو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا او د خوړو نړیوال پروګرام پرون په نیمروز ولایت کې له ایران څخه هېواد ته سلګونه راستنو شویو افغان کډوالو ته نقدي مرستې ووېشلې.

باختر خبري آژانس چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي، خبر ورکړی چې ۴۷۳ راستنو شویو کورنیو ته هرې یوې ته اته نیم زره افغانۍ ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو نهو میاشتو کې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې په دې دوو هېوادونو کې له شپږ میلیون زیات افغان کډوال استوګن دي.