سټولټنبرګ: د روسیې له خوا پر اوکراین پراخ پوځي عملیات لا پخوا پیل شوي

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي چې د روسیې له خوا پر اوکراین پراخ پوځي عملیات لا پخوا پیل شوي دي.

یینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د لوېدیځ پوځي ایتلاف هېڅ داسې نښې نښانې نه ویني چې ګنې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سولې منلو ته چمتو وي.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې موږ ته ښکاري دا دي چې پوتین او روسیه لاهم غواړي پر اوکراین ولکه ټینګه کړي او د جګړې کرښو ته نور ځواکونه، وسلې او امکانات واستوي."

کییف له دې مخکې اټکل کړی و، چې د روسیې پوځ پر اوکراین د داسې یوه پراخ برید پلان لري چې نه یوازې د دونېڅک او لوهانسک ختیځې سیمې بلکې په شمال لوېدیځ کې د خارکییف او په جنوب ختیځ کې زاپوریژیا سیمې هم په کې شاملې دي.

په عین حال کې د بریتانیا استخباراتو اعلان کړی چې روسیه د اوکراین د دونباس سیمې پر مرکز د پوځي عملیاتو پر پراخولو سربېره د جبهې د لومړۍ کرښې چې شاوخوا ۱۲۸۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د خوندي کولو په فکر کې هم ده.

د بریتانیا استخباراتو دا هم ویلي چې روسي ځواکونه په زاپوریژیا او لوهانسک کې لاهم دفاعي تاسیسات رغوي او هلته اضافي پرسونل استوي.