پاکستان کې نن د پوليو ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو

پاکستان د پوليو ضد واکسين، ارشيف

د پاکستان په ۳۹ ولسوالیو کې نن (دوشنبه د فبرورۍ ۱۳مه) د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پيل شو.

په دغه کمپاین کې به د افغانستان پولې ته نږدې سیمو، د افغان کډوالو کمپونو او په ملتان کې د پنجاب ځایي کوچیانو نږدې شپږ میلیونه ماشومانو ته کور په کور د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس ویلي، دغه کمپاین وروسته تر دې پيل شو چې د پاکستاني چارواکو د شواهدو له‌مخې په لاهور کې د ګوزڼ یوه پېښه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې له دې ویروس سره تړلې وبلل شوه.

د پاکستان د عامې روغتیا وزیر عبدالقادر پټېل ویلي، دغه ویروس پر پوله د اوښتونکو کسانو په وسیله اوړي را اوړي او د ټولنو منځ کې خوريږي.

د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ ویروس په ټوله نړۍ کې له منځه تللی، خو یوازې پاکستان او افغانستان کې یې ریښې پاتې دي.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۲ کال کې د پولیو شل او افغانستان کې دوه پېښې ثبت شوي دي.