فلسطين کې پر افراطي وسله‌والو د اسرائيلي الوتکو د بريدونو خبر ور کړل شوی

فلسطين کې هوايي بريد، ارشيف

د غزې تړانګې اوسېدونکي وايي، د اسرائیل الوتکو نن سهار د فلسطین په قلمرو کې د افراطي وسله‌والو پر ځینو ساحو هوايي حملې کړې دي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له‌مخې، ظاهراً دغه هوايي حملې د هغه راکټ د توغولو په ځواب کې شوي، چې د فلسطین افراطي وسله‌والو د شنبې په ماښام د اسرائیل پر جنوب ویشتلی و.

د اسرائیل هوايي مدافع د هغه توغندي مخه نیولې وه.

د اسرائیل پوځ ویلي چې، تازه هوايي حملو د حماس ډلې د توغندیو جوړولو هغه مرکز په نښه کړی، چې تر ځمکې لاندې و.

د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

حماس هغه افراطي ډله ده، چې پر غزه واک چلوي.